AP ۱۴۰۳ غویی ۱۶ ۱۵:۰۳
Journalist ID: 5513
News ID: 85466586
T T
۰ Persons
خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو لپاره کندهار کې ناسته شوې

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت ویاند د خلکو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځ ته کولو په موخه په کندهار ولایت کې د یوې ناستې د جوړېدو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبې د غوايي ۱۶ مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې همدا اوس د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو په موخه په کندهار ولایت کې ناسته دوام لري.

مجاهد څرګنده کړې، د اسلامي امارت له لوري خلک له بیکارۍ ژغورل، د بیکارۍ لاملونه معلومول، د کار د زیاتوالي او د بیکارۍ د کمولو څرنګوالی، د بهرنیانو پر ځای د هېوادوالو لپاره کار ته لومړیتوب ورکول، د بهرنیو اتباعو لپاره د کار جواز اخیستل، د خلکو او دولتي کارکوونکو لخوا د کورنیو تولیداتو پر زیاتوالي د صادراتو زیاتوالی او د کیفیت له پلوه د وارداتو ساتنه د دې غونډې په اجنډا کې ده.

د افغانستان د سرپرست دولت وياند زياته کړه: په دې غونډه کې به د کارګرانو د لازمو حقوقو په باب هم خبرې وشي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .